د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي په بامیان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو ارزونه وکړه.

nasrat_admin
Wed, Sep 14 2022 4:36 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي چې په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست استازی هم شامل دی، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخیزه توګه وارزولې.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه د اروزنې  پر مهال یتیمان  او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې مستحق او اړمن کسان وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی پر وړاندې شته ستونزو او ننګونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. نوموړي د یاد ریاست  له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې ور سپارل شوي مسوولیتونه دی په ښه توګه ترسره کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، اړوند مسوولین دې د یتیمانو د وکیلانو له خوا د یتیمانو حقوقو او امتیازاتو د ورکړۍ څرنګوالې وڅیړي تر څو یتیمان خپل حقوق په ښه توګه  ترلاسه کړي. نوموړي د اړوند رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعينو سره  ښه چلند وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ياد پلاوي څه موده وړاندې د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست ارزونه وکړه، په یاده ارزونه کې ۷۰۰ فورمې وپلټل شوې چې په هغوی کې څلور جعلي فورمې تثبیت شوې.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چاروعمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه د لیدنې تر څنګ د دغه ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره هم وکتل او د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د حقوقو د ورکړې پر څرنګوالي یې خبرې اترې وکړې.

د يادونې وړ ده چې د دغه وزارت د پلټنو پلاوی به د سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان او کندز ولايتونو کې د دغه وزارت له اړوندو رياستونو څخه هم څېړنه او ارزونه وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS