د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د علي خېلو قوم عالي شورا سره ليدنه

sadiq_admin
Wed, May 26 2021 2:24 PM
sds

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د علي خېلو قوم عالي شورا سره ليدنه

نن چهارشنبه د غبرګولي په ۵مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د علي خېلو قوم عالي شورا مشرتابه او غړو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.

په پيل کې د علي خېلو قوم عالي شورا مشرتابه د شورا جوړښت او موخو په تړاو خبرې وکړې او د مرکز په ګډون نږدې په ټولو ولايتونو کې يې د خپل فعاليت يادونه وکړه.

دوی د مرکز او ولايتونو په کچه د شهيدانو ورثې او معلولينو په تړاو د شته ستونزو په تړاو د وزارت مشرتابه سره خپلې ستونزې، غوښتنې، انديښنې او وړانديزونه شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د ناستې ګډونوالو د نظرونو او ستونزو تر اوريدو وروسته وويل: چې په افغانستان کې نږدې پنځوس کلنه اوږده جګړه نه يوازې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د زياتېدو او ستونزو د ډېرېدو سبب شوي؛ بلکه ټول هېواد او هېوادوال یې د کړکيچ تر بحرانه رسولي دي.

دده په خبره، چې د جګړې اوږدوالي او د امکاناتو کمښت د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزې ډیرې کړې دي او وزارت هڅه کوي چې د شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې اخيستنې په ډول د ياد قشر ستونزو ته رسيدنه وکړي او هغوی ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

ښاغلي فاروقي په ټولنه کې د مدني بنسټونو او شوراګانو ارزښت ته په کتو، له هغوی څخه د زغم او حوصلې غوښتنه وکړه او دوی يې له وزارت سره ګډکار، همکارۍ او همغږۍ ته را وبلل، څو پر بنسټ يې روڼتيا تامين، د فساد پر وړاندې مبارزه بريالۍ او حق حقدار ته وسپارل شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS