د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتي آمرینو د همغږۍ او وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

sadiq_admin
Sun, Mar 28 2021 4:18 PM
s

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتي آمرینو د همغږۍ او وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

نن یکشنبه د (وري میاشتې ۸ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتي آمرینو د همغږۍ او وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په وینا رسماً پیل شو، چې د ۳۳ ولایتونو د آمرینو سربېره پکې د یاد وزارت د همغږۍ او برنامو مرستیالې صبري اندړ، د مختلفو برخو رییسانو، مشاورینو او د کمک موسسې استازو ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو چارو ټولو ولایتي آمرینو ته ښه راغلاست ووایه او دغه ورکشاپ یې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د لا ښه والي او پیاوړې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره یو مهم اقدام او فرصت وګڼه وویل: دغې ادارې ته له راتلو سره یې هیله دا وه، چې د وزارت ولایتي مسولینو سره وویني او د یوې پیاوړې همغږۍ د رامنځته کېدو په موخه خپل نظرونه ورسره شریک کړي. ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د شهیدانو ورثه او معلولین د ټولنې مستحق قشر دی، د هېواد او خلکو د بقا او سوکالۍ لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي، هیله مې دا ده، چې د ټولو مسولینو له لوري دوی ته پر وخت خدمتونه وړاندې شي او په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو وړ نه ده.

ښاغلي فاروقي د ولایتي مسولینو د کړنو د ستاینې تر څنګ د خدمتونو د لا ښه والي او چټکتیا لارښوونه وکړه وویل، چې دې ادارې ته د راتګ اساسي موخه یې د چارو ښه تنظیم او د یاد قشر په ژوند کې د هر اړخیز بدلون رامنځته کول دي. ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د وزارت ټولې لاسته راوړنې د مرکزي او ولایتي مسولینو د هڅو او زیار پایله ده او د مشترک کار، ژمنتیا او تعهد پر بنسټ دغه لاسته راوړنې نورې هم پراخېدای شي.

ښاغلي فاروقي د وزارت ارتقاء د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د جمهور رییس او دولت ځانګړې پاملرنه وګڼله او ټولو مسولینو ته یې د دې لاسته راوړنې د مبارکۍ ویلو تر څنګ څرګنده کړه، چې دولت د شهیدانو او معلولینو قربانیو ته په بې ساري درنښت قایل دی، نه یوازې دا چې قربانۍ به یې هېرې کړي بلکې کورنیو ته به یې د دوی حقوق او نور امتیازات پر خپل وخت ورکړي. ښاغلي فاروقي ولایتي آمرینو ته هم لارښوونه وکړه، چې د ټولو شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د خپلو کړنو پر څرنګوالي بیاکتنه وکړي او نوو پلانونو سره یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ښاغلي فاروقي په ۱۳۹۹ کال کې د وزارت لاسته راوړنې د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره ګټورې وګڼلې او په ۱۴۰۰ کال کې یې د مهمو کارونو د نهايي کېدو او تطبیق په اړه هم خبرې وکړې وویل، چې د قوانینو د تعدیل، د معلولیت لس کلنې ملي ستراتېژۍ او عمل پلان، د هېواد په کچه د شهیدانو او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزنې بهیر او نوي برېښنایي سیستم د تطبیق او نهایي کېدو چارې په چټکۍ روانې دي.

ښاغلي فاروقي اداري اصلاحات، فساد سره مبارزه او ښه حکومتوالي د ژنیو کنفرانس له مهمو ژمنو وګڼل، ټولو مسولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې په دې اړه د عالي مقام او وزارت مقام ټول فرامین، احکام په خپل وخت ځواب او جدي تعقیب شي. د دې تر څنګ یې فساد سره مبارزه او روڼتیا ټینګښت ستر مسولیت وګڼه او د بایومتریک او برېښنایي تذکرو بهیر نهایي کول یې اړین وبلل.

ښاغلي فاروقي په ولایتونو کې د شهیدانو ورثې ته احترام او ښه سلوک باندې تاکید وکړ، جنیستي مساوات او د معلولینو ګمارنه یې مهم وګڼل، دولتي او غیر دولتي ادارو سره د لاسلیک شوو هوکړه لیکونو په تطبیق، ولایتونو کې د اسایشګاوو جوړولو، ولایتي آمریتونو ته د کاري دفترونو جوړولو، او هر اړخیزې همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي فاروقي په ۱۴۰۰ کال کې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د حقوقو ورکړې لارښود په اړه هم خبرې وکړې وویل، چې د رهبرۍ د پرېکړو پر بنسټ جوړ شوی دی او د یاد قشر د پاتې کلونو حقوق به هم ورکړل شي.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د ټولو دولتي، غیر دولتي، ملي او نړیوالو بنسټونو له همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه، چې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته یې د خدمتونو برابرولو او ستونزو ته د رسیدګۍ برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي.

ښاغلي فاروقي په پای کې د وزارت او کمک موسسې له مسولینو هم مننه وکړه، چې د ورکشاپ په جوړولو کې یې همکاري وکړه او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یې د موثریت رامنځته کولو لپاره مهم فرصت برابر کړ.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS