پر کابل پوهنتون د ترهګریزې پېښې د شهیدانو کورنیو سره د اقتصادي پیاوړتیا په موخه مرستې وشوې

sadiq_admin
Wed, Dec 16 2020 1:35 PM
ff

پر کابل پوهنتون د ترهګریزې پېښې د شهیدانو کورنیو سره د اقتصادي پیاوړتیا په موخه مرستې وشوې

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د جګړې قربانیانو سره د خپلو مرستو په دوام نن د کمک موسسې په همکارۍ پر کابل پوهنتون د ترهګریزې پېښې د شهیدانو له پینځو کورنیو سره د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کاروبار د پیلولو اړین وسایل ووېشل.

په دغو مرستو کې څلورو کورنیو ته د خیاطۍ  او یوې کورنۍ ته د صرافۍ اړوند کاروبار د پیلولو ټول ضروري وسایل، چې یادې کورنۍ پر خپل اقتصاد پیاوړی کړي، شامل وو.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ مرستیالې جمیلې نورستانۍ د کابل پوهنتون د ترهګریزې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، چې دغه مرستې یادو کورنیو ته د ورځني عایدموندنې لپاره مهمې دې او کولای شي د اقتصاد په پیاوړتیا کې ګټورې تمامې شي. نوموړې زیاته کړه، چې د یادې پېښې د شهیدانو نور کورنیو سره به هم دغه ډول مرستې ترسره شي.

د کمک موسسې مسولینو وویل، چې وزارت سره په همغږۍ یې د پاتې کورنیو سروې هم پیل کړې ده، چې له بشپړېدو وروسته به د اړتیا وړ مرستې ورته ووېشل شي. دوی همدا راز ډاډ ورکړ، چې دغو کورنیو ته به د خیاطۍ او عاید موندنې په نورو چارو کې د مهارتونو د لوړولو برخو کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي. زیاته یې کړه، چې د دغې پېښې اتلسو نورو کورنیو ته به هم ډېر ژر مرستې ورورسوي

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS