د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د پروان ولايت د شهيدانو وارثينو او معلولينو استازو سره وليدل

sadiq_admin
Thu, Oct 01 2020 10:08 AM
edsds

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د پروان ولايت د شهيدانو وارثينو او معلولينو استازو سره وليدل

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي، پروان ولايت ته د سفر په لړ کې د دغه ولايت د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو له استازو سره په بېلا بېلو ناستو کې وکتل او د هغوی ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې يې واورېدې.

ښاغلي اريوبي په وزارت کې د تازه اصلاحاتو او پرمختګونو د يادونې ترڅنګ زياته کړه، چې د پروان جګړو ځپلو، شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه د وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې يې د اسانتياوو په را منځته کولو ټينګار وکړ.

ښاغلي آريوبي ژمنه وکړه، چې د ټول هېواد په کچه د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ثبت او څېړنې پروسه به په پوره روڼتيا ارزيابي کېږي، د فساد او جعلي اسنادو مخه به نيول کېږي او لنډه يې دا چې مستحقين به پر ټاکلي وخت له خپلو حقونو او امتيازاتو برخمن کېږي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS