MMD Presented His Last One Year Report To The Nation

content_admin
Wed, Nov 20 2019 10:51 AM
mmd

د عقرب ۲۸- کابل د حکومت د رسنیو مرکز
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ملت ته د خپل تېر یو کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د حکومت د رسنیو په مرکز کې ملت ته د خپل تېر کال کړنو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
ښاغلي آریوبي په خپلو خبرو کې ملت ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکول د ښې حکومتوالۍ بنسټیز اصل وباله وویل، چې له دې وړاندې یې هم ملت ته د خپلو کړنو راپور ورکړی او په راتلونکي کې هم د دې اصل د تحقق لپاره ژمن دی.
ښاغلي آریوبي د وزارت د رامنځته کېدو او د هغه مهال د موجودو ستونزو یادونه وکړه وویل، چې دا اداره له ټولو ستونزو او ننګونو سره، سره پر دې وتوانېده، چې په کم وخت د سیستم جوړونې سربېره فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او خدمتونو د ساده او اسانه کولو په برخه کې بنسټیز اقدامات ترسره کړي. د دې تر څنګ دې وزارت معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته یوازې د کلنیو حقوقو پر ورکړه بسنه نه ده کړې او د یاد قشر د ژوند د ښه والي لپاره یې په مختلفو برخو کې اړین کارونه لکه ترسره کړي دي، چې د معلولیت لرونکو وګړو د قانون د حقوقو او امتیازاتو تعدیلول، د نظامي شهیدانو او معلولینو لپاره د نظامي معاونیت رامنځته کول، د فساد پر ضد مبارزه، اصلاحاتو رامنځته کول، سیستم جوړونه، د معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي او مرستې په موخه د ستراتېژۍ جوړول، د معلولیت اړوند د عامه پوهاوي ستراتیژي رامنځته کول، معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې، روغتیا، اقتصادي پیاوړتیا، زده کړو او ځان بسیاینې لپاره د طرحو او پلانونو جوړول، مراجعینو ته د واحدې دریڅې یا (One Stop Shop) جوړول، په ټولنیزو چارو کې د کړنلارو جوړول، معلولیت لرونکو وګړو ته د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په موخه د لوړو زده کړو موسسو او خصوصي پوهنتونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیکول، د معلولیت لرونکو وګړو د مالي ملاتړ صندوق رامنځته کول، معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملي فدراسیون رامنځته کول، ملي او نړیوالو موسسو سره د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې د هوکړه لیکونو لاسلیکول او د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته د میاشتني کوپون ورکول پکې شامل دي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت به راتلونکي کال کې د یاد قشر د ژوند د مثبت بدلون لپاره نورې اساسي برنامې هم لري، چې په پلي کېدو سره به اغېز په لویه کچه محسوس شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS