The commemoration was held on the day of the martyrs

mmd_admin
Sun, Sep 08 2019 2:28 PM
1

د شهيد اونۍ د لمانځنې په موخه د قرآن کریم ختم او د شهیدانو یاد غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهید اونۍ په مناسبت د قرآن کریم ختم او یاد غونډه ترسره کړه .

دغه یاد غونډه د شهیدانو معلولینو په چارو کې د دولت وزرات د مالی او اداری معین ښاغلی دل اقا صوفی زاده په وینا پیل شوه.
ښاغلي صوفي زاده د شهید اونۍ په مناسبت د شهیدانو دکړنو او سرښندنو او کارنامو یادونه وکړه او پر ولسونو یې غږ وکړ چې د شهیدانو قربانیو ته درناوی وکړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وزیر ښاغلي جلالتمآب لعل الدین اریوبی په خپلو خبرو کې دشهیدانو د کړنو دستاینه وکړه، دوي یې د ازادۍ د لارې مشعلونه وبلل او د شهیدانو کورنیو ته یې د رسیدګي ژمنه وکړه.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزرات تخنیکي معیني اغلی جمیلي نورستاني، د وزارت ستر سلاکار محمد دین قانع او د معلولینو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار ښاغلی عمرا خان منیب په خپلو خبرو کې له ولسمشر غنی څخه مننه وکړه چې دشهیدانو او معلولینو دمرستي لپاره یې ځانکړي مرجع جوړه کړه.

دوي په خپلو خبرو کې د شهیدانو کارنامي او قربانۍ وستایلي او ددغه اونۍ په مناسبت یې ټولو ګډونوالو ته مبارکي ورکړه او له ښاغلي جلالتمآب لعل الدین اریوبی څخه یې مننه وکړه چې دشهیدانو د کارنامو د ستاینې په پار یې د قرآن کریم ختم او یاد غوڼده جوړه کړه.

1

 

2

 

3

 

4

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS