ولایتي آمریتونو ته د وړتیا لوړونې او همغږۍ دوه ورځنی ورکشاپ جوړیږي

content_admin
Tue, Feb 04 2020 12:49 PM
mmd

ولایتي آمریتونو ته د وړتیا لوړونې او همغږۍ دوه ورځنی ورکشاپ جوړیږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خپلو اړوندو ولایتي آمریتونو د وړتیا لوړونې او همغږۍ پیاوړتیا په موخه مرکز کې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کوي، چې د ټول ولایتونو آمرین به پکې ګډون وکړي.

د یاد ورکشاپ د چارو د تنظیم په موخه نن د وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس ښاغلي ذبیح الله اسحاقري په مشرۍ غونډه ترسره او اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وشوه، چې آمرینو ته د کاري پروسو د چټکتیا، اسانتیا، مراجعینو سره د چلند، د حقوقو ورکړې، اسنادو د څېړنې او ارزونې، لوړتیا لوړونې، ټولنیزو خدمتونو، د جنډر، د کارکوونکو د ګمارنې بهیر او له مرکز سره د همغږۍ د لا پیاوړتیا په برخه کې خپل معلومات وړاندې او د دوی پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او پر ټولو مهمو مسایلو، ستونزو حل او حل لارو به هر اړخیز بحثونه وشي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS