د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه اداء کولو او د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د برابرولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم ابلاغ شو

asad_admin
Mon, Aug 10 2026 11:13 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود له لوري نن د ماسپښین لمانځه وروسته د دغه وزارت محترمو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ته د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د برابرولو او په جماعت سره د لمانځه اداء کولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم ابلاغ شو.

په یاد حکم کې راغلي چې ټول کارکوونکي مکلف دي خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له احکامو سره سم برابر کړي او په جماعت سره لمانځه کې په منظم ډول ګډون وکړي.

همداراز په حکم کې ټینګار شوی چې ټول کارکوونکي دې خولۍ پر سر کړي او د لمانځه د اداء کولو پر مهال دې د لنګوټو تړلو التزام وکړي.

په حکم کې همداراز راغلي چې د ټولو کارکوونکو د سر وېښتان او ږیره باید د اسلامي شریعت مطابق وي. هغه کارکوونکي چې سیرت او صورت یې د اسلامي شریعت خلاف وي، د ټاکل شوي هیئت له لوري به ورته مناسب تعزیر ورکول کېږي چې له جملې څخه یې د معاش تعطیل، د دندې تعطیل، د بست تنزیل او انفکاک یاد شوي دي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم هره برخه په تفصیل سره کارکوونکو ته تشریح کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې یاد شوي موارد په جدي توګه رعایت کړي، تر څو په دنیا او آخرت کې یې د خیر، برکت او بریا سبب وګرځي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS