په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Tue, Jul 07 2026 11:06 AM
mmd

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو عایداتي وسایل ووېشل. په دې لړۍ کې، د (۱۱) مستحقو یتیمانو کورنیو ته زرنج نقلیه وسایط ورکړل شول او (۱۱) نورو مستحقو کونډو ته هم د اقتصادي خودکفایۍ په موخه مرستې ووېشل شوې ترڅو د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د دوامداره عاید ترلاسه کولو زمینه ورته برابره شي. د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله حقاني یادې مرستې یې د یتیمانو کورنیو د اقتصادي خودکفایۍ په برخو کې خورا مهمې وبللې او د خیریه بنسټ له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS