د یتیمانو کورنیو او معلولینو ته د وړاندې شویو خدمتونو د ارزونې په موخه، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چورې او ګیزاب ولسوالیو ته سفر وکړ
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالي او د هغوی د پوښتنې په موخه، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور د یاد ولایت ګېزاب او چورې ولسوالیو ته سفر وکړ، نوموړي هلته یې له ځایي مسؤلینو او اړوندو ادارو سره د همږغۍ مهمې ناستې ترسره کړې، چي موخه یې د معلولینو او یتیمانو د کورنیو ستونزو ته رسېدنه او د خدمتونو د بهیر ارزونه وه.
همدارنګه د سفر په جریان کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو سروې ترسره شوه، ترڅو مستحقو کورنیو ته پر وخت لازمې مرستې او اسانتیاوې برابرې شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په چورې او ګیزاب ولسوالیو کې د مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې هم وکړې او ډاډ یې ورکړ چی د شهیدانو کورنیو او معلولینو د حقونو د خونديتوب او خدمتونو د لا ښه والي لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.
