د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې نمانځل به نوې همکارۍاو فرصتونه رامنځته کړي

content_admin
Mon, Nov 11 2019 11:17 AM
good

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معین او یو شمېر رییسانو سره وکتل.
ښاغلي آریوبي د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هڅې وستایلې او د بریل لیک مطبعې د فعالولو په موخه یې خپل نظرونه شریک کړه. همدا راز، د معلولیت لرونکو وګړو ملي انستیتیوت د فعالولو پر طرحه هم د خبرو ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په پار د دې قشر لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري معین ښاغلي حمید اکبر وویل، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر څنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده، چې د معلولیت لرونکو وګړو د ښوونې او روزنې په موخه د ځانګړو تعلیماتو مرکزونه جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو چارو د عملي کولو لپاره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ ګډ کمېسیون جوړ شو او دا کمېسیون به د یوه حقوقي مېکانېزم له ترتیبولو وروسته ټولې خواوې د یادو چارو په ترسراوي کې مسولې وګني.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS