د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسی ترسره شوه

asad_admin
Mon, Apr 27 2026 8:36 AM

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی نذیر احمد احمدي، ښاغلی نصیر احمد حکیمي او ښاغلی محمد یاسین ادیب شامل وو.

یاد پلاوي د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په (۱۴۰۴) مالي کال کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نور اړوند موضوعات په هر اړخیزه توګه بررسی کړل، شته نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز د کورنۍ پلټنې پلاوي د بغلان ولایت اړوند پلخمري ښار، همداراز مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د ستونزو او غوښتنو د اوریدو ترڅنګ یې ورسره یو اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS