د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس نجراب ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
Wed, Apr 22 2026 11:14 AM

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي ګل خان ګل محمد د ياد ولايت نجراب ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، څو واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي او د  بې‌نظمۍ او تېروتنو مخنیوی وشي، همداراز نوموړي اړوندو کارکوونکو ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې او ګټورې لارښوونې‌ وکړې.

د‌ یادونې وړ ده چې د‌ کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس تر دې وړاندې د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته هم سفر کړی وو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS