د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مېرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړې او تحقیق مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Sun, Feb 08 2026 9:10 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د مېرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړې او تحقیق (ORSTW) مؤسسې سره د (۱) میلیون او (۴۶) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک له مخې به په ننګرهار ولایت کې، د (۲۰) تنو کونډو او ښځینه معلولینو لپاره د اړینو وسایلو سره د خیاطۍ ماشینونه، د جامو ګنډلو رخت او نغدي مرستې ووېشل شي، همداراز هغوی ته به د خیاطۍ اړوند لازم مهارتونه ور زده کړل شي، د دې کار اصلي موخه د کونډو او ښځینه معلولینو اقتصادي پياوړتیا او په کورونو کې د خیاطۍ له لارې د حلال عاید ترلاسه کول دي.

یاد هوکړه لیک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنين چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مېرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړې او تحقیق (ORSTW) مؤسسې مرستیال محترم انجنیر محمد نبي احمدزي ترمنځ لاسليک شو.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د تطبیق چارې به د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS