د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
Sat, Jan 31 2026 9:06 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په دې وزارت کې (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو سره ورته مرستې ترسره شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS