په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Dec 31 2025 9:33 AM

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو پروګرام پیل شو، چې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ د شهیدانو پر (۲۷۸) مستحقو کورنيو او پر (۱۱۰) تنو معلولینو باندې (۲) میلیونه، (۶۵۴) زره او (۴۰۰) افغانۍ په منظم او عادلانه ډول ووېشل شوې.

همداراز د دلارام ولسوالۍ اړوند د حضرت سيد الشهداء حمزه  رضي الله عنه دارالایتام پر (۲۸۵) تنو مستحقو یتیمانو سره هم د (۲) لکه افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د شهیدانو او معلولینو د ارزښتناکو قربانيو يادونه وکړه او زياته يې کړه د شهیدانو وارثین، معلولین او یتیمان زموږ د ټولنې هغه سپېڅلي او درانه قشرونه دي چې د هېواد د ازادۍ، عزت او تلپاتې امنیت په لاره کې یې سترې قربانۍ ورکړي دي. د هغوی پالنه، لاسنیوی او درناوی زموږ دیني، انساني او ملي وجیبه ده او ډاډ یې ورکړ چې د مرستو دا لړۍ به، د الله تعالی جل جلاله په توفیق، په منظم او دوامداره ډول روانه وي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میراحمد منیر د مرستو د وېش په بهیر کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او له ټولو شتمنو هېوادوالو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې په دې ساړه ژمي کې د یتیمانو، معلولینو او د شهیدانو د وارثینو لاسنیوی وکړي، څو وکولای شي د ژوند ستونزو سره په ښه توګه مقابله وکړي او دا نېک او خیرخواهانه عمل به، بې‌ له شکه، د دنیا د سوکالۍ او د آخرت د نجات سبب وګرځي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS