د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Nov 15 2025 9:34 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، په بدخشان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد چارې له نږدې و ارزولې.

د دعوت او ارشاد رئیس د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په ورځنیو چارو کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په بشپړ ډول پلي کړي او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی احکامو او فرامینو عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د تعلیمي نصاب، تدريسي بهير په بشپړ ډول تعقيب کړي.

د یادونې وړ ده چې د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS