د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Mon, Oct 06 2025 10:38 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو خوراکي موادو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځينې توکي شامل وو، چې د منظم پلان له مخې په عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي محترم سید شیرین آغا او د (HHRD) مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د یادې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د هېواد په ډیری ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS