د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Sep 10 2025 10:24 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد فاروق ځلاند او محترم محمد شفیق شېرزاد یې ملتیا کوله، د سمنګان ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت پروسه، هغوی ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش، اداري برخې او نورې اړوندې چارې په هر اړخیزه توګه له نږدې و ارزول شوې، شته ستونزې او ننګونې په نښه او د حل په موخه یې د اړوند ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS