د بادغیس ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد اړوند چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Aug 07 2025 8:51 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، بادغیس ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

نوموړي پلاوي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد د چارو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

په ورته وخت کې د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شیخ محمد اسماعیل رحماني د وزارت د ارزونې پلاوي له ورتګ څخه یې د‌ هرکلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې په یاد رياست کې د دعوت او ارشاد چارې به لا  منظم او په اغېزمن ډول ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS