په کاپيسا ولایت کې پر (۸۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې د ویلچرونو وېش

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ په یاد ولایت کې پر (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د ڪاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د یادې مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود. نوموړي د وزارت مقام او د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي.