د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو ټولنې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Thu, Jul 24 2025 8:49 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو د پالنې مرکز لپاره، د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه، د انساني مرستو ټولنې سره د (۷۷۲۷)  ډالرو په ارزښت هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړې له مخې به په یاد مرکز کې د څاه کیندلو پروژه عملي شي، ترڅو د فني او حرفوي زده کړو له زده کوونکو لپاره د څښاک صحي اوبه برابرې شي.

یاد هوکړه‌ لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدو خان حق‌ شناس او د انساني مرستو ټولنې د استازي محترم سخي ‌الرحمن ایثاروي ترمنځ لاسلیک شو، په یاده پروژه کې د څاه کیندلو ترڅنګ، د لمریزې برېښنا د تولید په موخه د سولرونو نصب کول، د اوبو زېرمه تون (ذخیرې) جوړول او د نورو اړینو وسایلو برابرول شامل دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS