په کابل ولایت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Wed, Jul 16 2025 9:07 AM
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یو شمېر بهرنیو سیلانیانو په مالي ملاتړ د دې ولایت اړوند پر (۱۵۰) تنو مستحقو کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې او هر مستحق ته (۲۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د پلان، بهرنیو اړیکو او د تقنیني چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم او د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار هم شتون درلود.

محترم ملا صدوخان حق‌ شناس د بهرنیو سیلانیانو له مرستو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې د دې بېوزله او اړمن قشر لپاره نورې مرستې هم برابرې کړي، تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته په سمه توګه رسیدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS