د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز لپاره نوی رئیس معرفي او خپلې چارې پیل کړې

asad_admin
Mon, Jun 16 2025 9:38 AM
mmd

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي احسان الله حقاني د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د نوي رئیس په توګه کارکوونکو رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د آسایشګاه آمر محترم ملا سید محمد آخند، د فني او حرفوي زده کړو آمر محترم سید تمیم آغا او د یاد مرکز اړوند ټولو کارکوونکو حضور درلود.

په دې پروګرام کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یو لړ مهمو اداري مسایلو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې، په پوره اخلاص، صداقت، د پلان او د دندو لایحو سره سم د ورسپارل شویو مسؤلیتونو ترسره کول یې په هر اداره کې د بریا بنسټیز عناصر یاد کړل.

نوموړي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز د پخواني رئیس هلې ځلې وستایلې او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې په اخلاص، همغږۍ، مشورو او یووالي سره، خپلې دندې ترسره کړي، له مشرانو اطاعت وکړي او د مسؤلیتونو په ترسره کولو کې بشپړه ژمنتیا وښيي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي کارکوونکو ته وویل: د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته پر وخت، مؤثر او صادقانه خدمت کول، یو ستر مسؤلیت دی، له هغوی وغوښتل چې خپل وخت بېځایه تېر نه کړي، د دندو په ترسره کولو کې له پخوا زیات هوډ، دقت او نظم راولي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت نوي رئیس ته یې د ټاکل کیدو مبارکۍ وویله او څرګنده یې کړه چې سپارل شوي مسؤلیتونه باید په دقیق او اغېزمنه توګه ترسره شي، ځکه چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته پر وخت د ښو خدمتونو وړاندې کول یو مهم مسؤلیت دی او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې له بشپړۍ ژمنتیا سره د دې اړمن قشر ستونزو ته رسیدګي وکړي. 

وروسته د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د فني او حرفوي پروګرامونو پر اهمیت خبرې وکړې او دې ډول پروګرامونو په لاره اچول یې د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې خورا مهم وباله او له اړوندو کارکوونکو یې وغوښتل چې د دې ډول پروګرامونو د پراختیا لپاره خپل فعالیتونه لا ډیر کړي تر څو د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره د ودې او پرمختګ زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي احسان الله حقاني چې اوس د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز د نوي رئیس په توګه معرفي شوی، تر دې وړاندې د وزارت د کورنۍ پلټنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او په دې موده کې خپلې دندې او سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره بریا، ژمنتیا او دقت سره سرته رسولي او د پام وړ خدمتونه یې تر سره کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS