د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۵۷) تنو معلولینو باندې د ویلچرونو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست له لوري د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو راکمولو او هغوی ته د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په دې وزارت کې پر (۵۷) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق ته د ویلچرونو سربېره یو اندازه نغدي مرستې د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.
د ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني و د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید هم شتون درلود.