په (۵۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې په هلمند ولایت کې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Mon, Mar 10 2025 10:05 AM
mmd

د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۵۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو، د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود او د مرستو د وېش له پروسې څخه یې څارنه وکړه.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکې کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS