په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو ته د کورونو جوړولو په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
Tue, Feb 11 2025 9:16 AM

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري څه موده وړاندې د یتیمانو کورنیو لپاره د کورونو جوړولو په موخه سروې ترسره شوې وه.

د یادې سروې په پايله کې له ۱۲۶ کورنیو څخه ۴۶ کورنۍ مستحقې ګڼل شوې وې، چې د هغوی ترمنځ قرعه کشي وشوه.

د قرعه‌کشي په ترڅ کې د یتیمانو (۹) کورنۍ وټاکل شوې او د هغوی لپاره به د (۲۸۸۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت په بټي کوټ ولسوالۍ کې کورونه جوړ شي هر کور به یو اطاق، یوه آشپزخانه او یو تشناب ولري.

د یادې قرعه کشي پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک او د اچ اچ ار ډي نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مسؤل ذبیح الله شېرزاد هم شتون درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS