د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ناروې کمېټې له عمومي مشر سره وکتل

asad_admin
Wed, Jan 29 2025 10:27 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ناروې کمېټې له عمومي مشر ښاغلي تاریا واتردال او راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس هم شتون درلود.

په دې کتنه کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ناروې کمېټې هڅې وستایلې او د یادې کمېټې له عمومي مشر څخه یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست سره معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو جوړونې، فزیوتراپي او نورو برخو کې او همداراز د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز سره یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

همدارنګه د ناروې کمېټې عمومي مشر ښاغلي تاریا واتردال هم په افغانستان کې د ناروې کمېټې له لوري معلولینو سره د ترسره شويو مرستو او د یادې مؤسسې د فعالیتونو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د ناروې کمېټې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه څلور مرکزونه جوړ کړي دي چې په یادو مرکزونو کې هغوی ته د مصنوعي غړو جوړولو، فزیوتراپي، د ویلچرونو وېش او په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي، او هڅه کوو چې دې اړمن قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو، تر څو معلولین وکولای شي له خدمتونو څخه په منظم ډول برخمن شي.

محترم مولوی کلیم الله افغان په دې کتنه کې پر دې  ټینګار وکړ چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مؤثر خدمتونو وړاندې کول یو ګډ مسؤلیت دی او د ټولنې دې قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ناروې کمیټې ترمنځ یې د هر اړخیزې همکارۍ د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.

همداراز د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ناروې کمېټې تر منځ یې د معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په طی مراحل او لاسلیک کولو ټینګار وکړ او کومې ستونزې چې د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په برخه کې موجودې وې هغه یې د ناروې کمېټې له عمومي مشر سره شریکې کړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS