د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Wed, May 01 2024 8:12 AM
mmd

یاده غونډه چې د پنجشېر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي کمال الدین رحیمي په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د اړوند ریاست کارکوونکو او د ولسوالېو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې‌ غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د احکامو، د امانت دارۍ، د مراجعینو سره د ښه چلند، پر وخت دندې ته د حاضریدو او د سپارل شويو مسؤلیتونه په پوره اخلاص ترسره کولو په تړاو خبرې وکړې.

نوموړي همداراز له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو په سمه توګه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د هدايت سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه پر مخ يوسي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه د یاد ریاست له رئيس سره شریک کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS