د معلولینو د بیا ځواکمنتيا په ریاست کې د یتیمانو او معلولینو د صحي ملاتړ پروګرام د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو

nasrat_admin
Sat, Apr 06 2024 11:24 AM
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د معلولینو د بیا ځواکمنتيا په ریاست کې جوړ شوی وو، په هغه کې د یاد ریاست رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د (HHRD) خیریه مؤسسې همغږي کوونکی محترم انجينر شاکر الله امین، د معلولینو د حسي او حرکي څانګې آمر محترم زاهد الله آفاقی، د ذهني او رواني څانګې آمر محترم علي خان احمدي او د دې رياست اړوندو مسؤلینو حضور درلود.

د یتیمانو او معلولینو د صحي ملاتړ پروګرام د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی چې یتیمانو او معلولینو ته د صحت په بېلابېلو برخو کې ( ذهني او رواني، فزيوتراپي، مصنوعي غړو جوړونې او همداراز د ستوني، غوږونو او سترګو ناروغېو) د درملنې خدمتونه وړاندې کوي.

د ياد پروګرام په ترڅ کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش په دې وزارت کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت په مرکز او ولايتونو کې د ثبت پروسه (۹۵) سلنه پای ته رسولې ده او هغه کسان چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي د هغوی د ثبت لړی هم روانه ده.

هغه همداراز زیاته کړه: هغه کسان چې له دې وزارت سره ثبت او راجسټر شوي هغوی ته د یوې شفافې او منظمې پروسې له لارې  پرته له هر ډول تبعیض څخه میاشتنۍ نغدي مساعدتونه د بانکي سیسټم له لارې ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه: زموږ مسؤليت دا دې چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمتونه وړاندې کړو.

محترم مفتي فيصل همداراز د هغو خيريه بنسټونو او مؤسسو څخه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې او د هغوی لاسنیوی کوي، مننه وکړه.

په ورته وخت کې د(HHRD) خیریه مؤسسې همغږي کوونکي محترم انجينر شاکر الله امین په مرکز او ولايتونو کې د دې مؤسسې د فعاليتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: یاده مؤسسه د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د خوراکي توکو، د بدیل معیشت، د حرفوي زده کړو پروګرامونو پر لاره اچولو او نغدي مرستو په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

هغه همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه خوښي څرګنده کړه چې د یادې مؤسسې سره یې تل همکارۍ کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په ياد مرکز کې به هره ورځ د پنځوسو څخه تر اتیاه تنو د ناروغانو درملنه په وړيا توګه ترسره کیږي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS