په کندهار ولایت کې (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو مرسته ترلاسه کړه

nasrat_admin
Sat, Apr 06 2024 12:08 PM
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسؤلینو په هڅو د  یو خیریه بنسټ په ملاتړ د (۲۵۰) تنو بي سرپرسته یتیمانو، کونډو اومعلولینو باندي  د اختریز  جامو  او وچې میوې مرستې ووېشل شوې.

په یادو مرستو کې چې د اختر لپاره د نارينه او ښځينه جامې ( کالي. چپلقې، پوړني، بوټونه او همداراز د اختر لپاره وچه میوه) شامل وه ووېشل شوه.

د یادو مرستو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو خوښي وښودله چي د خپلو نغدي مرستو ترڅنګ د مؤسساتو او خیریه بنسټونو د مرستو او همکاریو څخه هم برخمن کیږي او د نړیوالو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه یې د نورو مالي، خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده چې دې خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم په کندهار ولایت کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو او نغدي مرستو په برخو کې هم مرستې ترسره کړي دي.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د يادې مرستو څخه د مننې ترڅنګ د نورو ورته مرستو او همکاریو پر دوام هم ټینګار کوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS