د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې یو سل او شل (۱۲۰) تنو یتیمانو او معلولینو د حرفوي زده کړو د پروګرامونو له بشپړولو وروسته تصدیقنامې ترلاسه کړې

nasrat_admin
Mon, Feb 26 2024 9:15 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره څه موده وړاندې د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخو کې د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی وو چې د دې دورې تر بشپړولو وروسته هغوی ته د یوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له خوا تصدیقنامې ورکړل شوې.

دغه پروګرام چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړ شوی وو، په هغه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج  ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مولوي رحمت الحق، د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محترم حافظ محمد حمید حسیب، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دې وزارت ځینو رئیسانو او آمرینو او د (HHRD) خیریه مؤسسې مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د مسؤلیتونو په درک او پیژندلو سره د تیرې ادارې یتیمان، کونډې او معلولین د اسلامي امارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو په څیر پرته له هرډول تبعیض ثبت او راجستر کړي او هغوی ته مساعدتونه ورکوي.

هغه همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د دې ډول روزنیزو پروګرامونو دایرولو څخه مننه وکړه او وې ویل: اسلامي امارت د تیر کال په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته دیارلس میلیارده افغانۍ توزیع کړې دي. نوموړي همداراز د ملي سوداګرو او خیرخواه اشخاصو څخه وغوښتل تر څو د یتیمانو د تعلیم او تربیې او د کونډو او معلولینو د لاس نیوي په برخه کې لازمې مرستې ترسره کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم خبرې وکړې او زیاته يې کړه: اسلامي امارت د اسلام سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو کفالت پر غاړه لري او هغوی ته یې په روان مالي کال کې له یوولس میلیارده افغانيو څخه ډیرې پیسې د نغدي مرستو په توګه حواله کړې دي.

هغه همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نوښت نن موږ او تاسې د فني او حرفوي زده کړو په بیلابیلو برخو کې د یو سل او شل تنو یتیمانو او معلولینو د فراغت شاهدان یو چې په دې سره به د هغوی اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځ ته او د اقتصادي ځان بساېنې په لور به ګامونه پورته کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم د فني او حرفوي زده کړو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: دې وزارت د (HHRD) مؤسسې سره په همکارۍ یتیمانو او معلولینو ته په شپږو بیلابیلو حرفو کې د زده کړې زمینه برابره کړې چې د دې دورې له بشپړولو سره به هغوی اقتصادي ځان بساېنې ته ورسیږي.

هغه همداراز د خپلو خبرو په ترڅ کې د بانکي سیستم له لارې د پر وخت او شفاف ډول د مساعدتونو د ورکړې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: دې وزارت تر دې دمه یوولس میلیارده او څه باندې اته څلویښت میلیونه افغانۍ په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ورکړي دي.

په دې پروګرام کې د بهرنېو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال محترم مولوي رحمت الحق او د لوړو زده کړو وزارت مالي اواداري چارو مرستیال محترم حافظ محمد حمید حسیب هم په ترتیب سره د اسلام په سپیڅلي دین کې د یتیمانو د کفالت پر ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه یې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د دایرولو په پار مننه وکړه.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد د دې روزنیز پروګرام پر څرنګوالي خبرې وکړې او ویې ویل: په دې دوره کې د مرکز او ولایتونو یو سل او شل تنه یتیمان او معلولینو ته د پنځه میاشتو په ترڅ کې په بیلابیلو برخو کې زده کړې ورکړل شوې او دا مرکز په پام کې لري تر څو زده کوونکو په جذب کې زیاتوالی راولي.

د دې پروګرام په پای کې یاد شویو زده کوونکو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل او ابزار هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS