د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولو ماشومانو او یتیمانو ته د خوراکي خوندېتوب او د هغوی لپاره د زده کړې زمینې برابرولو په موخه د (HHRD) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (مرسته کوونکي لاسونه د مرستې او پرمختګ لپاره) یا(HHRD) مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به (۲۸۰۰) تنو معلولو ماشومانو او یتیمانو ته د خوراکي خوندېتوب، د زده کړو د زمېنې برابرولو او د روغتیایي خدمتونو چمتو کولو په برخو کې په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې خدمتونه وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت یو میلیون او یو سل او درې نوي زره او اته سوه (۱۱۹۳۸۰۰) امريکائي ډالره دى چې له هغې څخه به (۲۶۰۰) تنه یتیمان او (۲۰۰) تنه معلول ماشومان مستفید شي.
