د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
Sun, Jan 28 2024 1:08 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

یاده غونډه چې د تخار ولایت په مقام کې جوړه شوي وه، په هغې کې د تخار والي محترم مولوي عبیدالله آخندزاده، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست، د یاد ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي فضل الحق رسا او د تخار ولایت اړوند مسؤلينو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د تخار والي محترم مولوي عبیدالله آخندزاده د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بیت المال کې یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د حقوقو  په اړه خبري وکړي.

له هغه وروسته د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي فضل الحق رسا د نوي الکټرونیکي سیسټم په فعالېدو خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د ياد سیسټم په پلي کېدو سره به د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د تثبیت او راجسټر په پروسې کې پوره شفافیت او رونټیا رامنځته شي.

همداراز په دې غونډه کې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست د نوي الکټرونیکي سیسټم د ګټو، موخو او همداراز د راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS