د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کابل ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
Thu, Jan 04 2024 3:39 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د یاد وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین درویش یې ملتیا کوله، د کابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د کاري بهیر څخه یې هر اړخیزه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

د یادې ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د یاد رياست کارکوونکو سره په کتنه کې وويل: "د شهیدانو او معلولینو د قربانېو په برکت نن په هېواد کې یو کامل اسلامي نظام لرو او اسلامي امارت دې اړمن قشر ته د پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو او همدارنګه هغوی ته د غوره آسانتیاوو په رامنځته کولو کې ژمن دی."

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه: د هر وخت په پرتله په اوسنې راسپارل شوي مسؤلیت کې ډیر د سکون حس لرم او هغه ځکه چې دې اړمن قشر ته په خدمت کې بوخت یم.

همداراز محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست د سرپرست وزیر له یاد ریاست څخه د لیدنې اصلي موخه دې ریاست ته د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی او همداراز هغوی ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې ارزونه وبلله.

په ورته وخت کې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر د یاد ریاست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر دې دمه (۶۲۰۰) تنه معلولین ثبت او راجسټر کړي دي او هغوی ته یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې سره سم میاشتنۍ نغدي مساعدتونه ورکړي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS