د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Wed, Dec 27 2023 3:12 PM
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې مسؤل محترم شهاب الرحمن اشرف ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په پروان ولایت کې یو سل او اوه شپیته (۱۶۷) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، مالګه، بوره، لوبیا او چای شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د احساس ټولنیزې خیریه مؤسسې له مسؤل څخه وغوښتل چې خپلې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مسؤل محترم شهاب الرحمن اشرف د احساس خیریه مؤسسې د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او یاد قشر ته يې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې پروژې ټوليز ارزښت نه زره او سل (۹۱۰۰) امریکائي ډالره دی چې په پروان ولایت کې به تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS