د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په تخار ولایت کې د یاد وزارت اړوند رياست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
Sun, Dec 24 2023 3:21 PM
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر څخه هراړخیزه ارزونه وکړه او د رسمي کارونو د ښه ترسره کولو په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لازم هدایات ورکړل.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په دې سفر کې له یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند تخار ولايت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل: " د اسلامي امارت د تېرې دورې راپدیخوا، زه هېوادوالو ته په خدمت کولو کې بوخت یم، په اوسنۍ راسپارل شوې دنده کې تر هروخت څخه ډیر د سکون او خوښۍ احساس کوم، هغه په دې خاطر چې دې اړمن قشر ته خدمت کوم ".

همداراز سرپرست وزير د یاد ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو په ورسپارل شویو دندو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي.

په دې سفر کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست د سرپرست وزیر د سفر اصلي موخه تخار ولایت ته د یاد وزارت اړوند رياست د کاري بهیر لیدنه او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه یاده کړه.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې هڅه کې دی تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته پر وخت خدمتونه وړاندې کړي اوهغوی ته په بیلابیلو برخو کې د ځان بساېنې په موخه د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سمنګان، بغلان او کندز ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره کړې وه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS