په کونړ ولایت کې پنځه سوه(۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

nasrat_admin
Wed, May 03 2023 8:59 AM
mmd

د کونړ ولایت په مرکز او اړوند سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستو په نوم يوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پنځه قلمه خوراکي توکي چې په هغې کې اوړه، غوړي، لوبیا، بوره او چای شامل وو، پر پنځه سوه تنو (۵۰۰) مستحقینو باندې په شفاف ډول وویشل شول.

د یادو مرستو د ویش پرمهال د کونړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي مولوي عبيد الله حقاني د يادې مؤسسې له مسؤلینو  څخه مننه وکړه چې د مستحقو کورنيو لاسنيوی کړی دې.

 ديادونې وړ ده چې يادې مؤسسې د کونړ ولایت په غازي آباد او چپې درې ولسواليو کې د خپلو مرستو د ویشلو پر مهال (۲۵) سلنه برخه يتيمانو او معلولينو ته ځانګړې کړې وه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS