د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو زمینې برابرولو، فزیکي خدمتونو ته د لاسرسي او د هغوی د بیاوړتیا موندنې په برخو کې د( AOAD) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

nasrat_admin
Wed, Apr 05 2023 12:02 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا د (AOAD) مؤسسې مسؤل ښاغلي حمیدالله خالقي سره معلولیت لرونکو وګړو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو، معلولینو ته د فزیکي خدمتونو لاسرسی او د هغوی د بیاوړتیا موندنې په برخو کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک له مخې به (۶۳۶۰) تنو معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینې برابرولو، بیاوړتیا موندنې او فزیکي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د دې هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئيس ښاغلي سيد محمدعظيم آغا د يادې مؤسسې له خدمتونو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: د تېرې څلوېښت کلنې جګړې په ترڅ کې د دې هېواد زیات شمېر کورنیو قربانۍ ورکړې دي، هیله ده چې  د یاد هوکړه لیک مادې په سمه او پوره اخلاص سره پلي شي.

د یادونې وړ ده چې یاد خدمتونه به د یوه کال په موده کې د څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت په کابل ولایت کې بشپړ شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS