د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Nov 07 2022 9:48 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند په مشرۍ، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

  د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول په هغې کې د معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک د پروسې د څرنګوالي په هکله چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ به پیل شي، خبرې وشوې او همدارنګه په ولایتونو کې د معلولینو د تثبیت په فورمو کې د هغوی د بریښنایي پیژندپاڼو نشتون یوه له اساسي ستونزو څخه وه چې په ګوته شوه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هغو معلولیت لرونکو وګړو لپاره چې بریښنايي پیژند پاڼې لري هغوی ته د هویت کارتونه ترتیب، او د مشرانو په موافقې سره سم له بایومټریک وروسته به معلولینو ته ورکړل شي.

په دې غونډه کې په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیسانو ته سپارښتنه وشوه تر څو هغه معلولین چې بریښنايي پیژند پاڼې نلري، هغوی ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش زمینه برابره کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د لاوارثه يتيمانو او فلجیانو د پالنې مرکز ته د نویو فلج معلولینو د ثبت د څرنګوالي په باب هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د نوي فلج معلولینو د ثبت بهير دې په ياد مرکز کې ترسره نه شي، ځکه چې په دې برخه کې کار روان دې او د ليږد بهير به یې د ملي دفاع وزارت له خوا ترسره شي.

همدارنګه د فلج مجاهدينو د انتقال د مسئلې په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث و القرآن هیبت الله اخندزاده حفظه الله له خوا يو فرمان هم صادر شوې وو، چې په هغې کې د فلج مجاهدينو د انتقال موضوع په صراحت ډول څرګنده شوې وه، او په یاد فرمان کې د تیرې ادارې د نظامي  او ملکي فلج معلولینو د لیږد په هکله هيڅ يادونه نده شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS