د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پیل کړ

nasrat_admin
Wed, Sep 28 2022 2:51 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بیوزلو یتیمانواو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خیاطي او موبایل ترمیم په برخه کې څلور میاشتنې روزنیز پروګرام پیل کړل.

د دې روزنیز پروګرام  په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند، د یاد وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس قاري محمد امین درویش، د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز رئیس مولوي روح الله، د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس قاري شمس الامین ظهیر هم ګډون درلود.

په دې پرانیست غونډه  کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیرملا عبدالمجید اخند یادو یتیمانو او معلولینو ته دا روزنیز پروګرام اړین وباله او هغوی ته یې د ژوند په ټولو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینوچارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست د یاد وزارت د لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د یتیمانو او معلولینو د تثبیت لړۍ روانه ده چې  په دې لړ کې له ‍(۱۳۵) زرو څخه زیات معلولیت لرونکي وګړي ثبت شوي دي او همدارنګه په ټول هیواد کې د (۴۰۰) زرو په شاوخوا کې یتیمان هم ثبت شوي دي او د یتیمانو د تثبیت لړۍ روانه ده او امکان لري چې د تثبیت په صورت کې د یتیمانو دا شمېره نوره هم لوړه شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې سره سم نږدې اویا سلنه معلولینو او یتیمانو ته د روان کال د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود هم یتیمانو او معلولینو ته یاد روزنیز ورکشاپ د جوړونې هرکلې وکړ او ویې ویل: باید ځوانان له خپلو استعدادونو څخه په پوره توګه د هېواد د آبادي په برخه کار واخلي.

په دې  پرانیست غونډه کې  د حرفوي زده کړو آمر انجینر خالد فاروقي د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په ۱۴۰۱ کال کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا شپږ روزنیزې حرفې په پام کې نیول شوې وې چې له هغې جملې څخه یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زدکړو په موخه د (خیاطي او د مبایل ترمیم) په دوو برخو کې فعالیت پیل کړل شو، او په پام کې ده چې د څلور نورو حرفو د زدکړو زمینه به هم برابره شي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د حرفوي زدکړو د پروګرام په پای کې به فارغ شوي کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS