د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي په تخار ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه وڅېړل.

nasrat_admin
Wed, Sep 21 2022 4:57 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ با صلاحیته پلاوي چې د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست غړی یې ملتیا کوي، په تخار ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه بررسي او وڅیړل.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر د بررسي او څیړلو پر مهال د نوموړي ریاست کارکوونکو ته خبرې وکړې او ویې ویل: د ریاست ټول کارکوونکي باید د وزارت له لارښوونو او کړنلارو سره سم خپلې دندې پر مخ یوسي. هغه همداراز له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وګڼي.

نوموړي د یاد ریاست کارکوونکي وهڅول چې په رسمي چارو کې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.

د یاد ریاست د څېړنې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني چې د یتیمانو او معلولینو د تثبیت د پروسې په هکله یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د معلولینو او یتیمانو د تثبیت پروسه باید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا د تصویب شوي طرزالعمل مطابق وي تر څو د ثبت په بهیر کې د جعل او تذویر مخنیوی وشي.

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي احسان الله عمري هم خبرې وکړې او د یاد پلاوي لخوا وړاندې شوې لارښوونې یې مراجعینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ګټورې وبللې.

د بررسۍ او څیړنې ځانګړي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او له هغوی څخه یې د یاد ریاست له خوا د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړې.

د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بررسۍ او څیړنې ځانګړي پلاوي د تخار ولایت د والي له مرستیال حاجي محمد کاظم طارق سره هم وکتل. په دې کتنه کې دواړو خواو یتیمانو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې، د تخار د والي مرستیال یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د نوموړي ریاست پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو ته د حل په موخه به له دوې سره پوره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست خپله بودیجه پر وخت او په شفاف ډول مصرف کړي او موږ په دې برخه کې هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو یو.

د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې په باميان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او کندز ولايتونو کې د دغه وزارت اړوندو رياستونو کاري بهير څېړلى وو، او پام کې ده چې د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هم بررسي او څیړنه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS