د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په ارزګان ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست له کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Tue, Aug 16 2022 8:33 AM
MMD

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د  مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان د یو با صلاحیته پلاوي سره د یاد وزارت د اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه ارزګان ولایت ته سفر وکړ، او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  کارونه او فعالیتونه یې په هر اړخیز ډول وڅیړل. یاد پلاوي همداراز د بودیجې د مصرفولو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوړلې او د طرحې سره سم یې د بودیجې پر مصرفولو او شفافیت ټینګار وکړل.

 ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوندو مسئولینو ته په وینا کې وویل: په لومړي ځل په تیرو څو لسیزو کې د تیرو حکومتونو په پرتله د افغانستان اسلامي امارت وکولاې شوه تر څو د داخلي عوایدو څخه بودیجه تمویل کړي، او د هغوې څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د بودیجې مصرفولو ته باید جدي پاملرنه وکړي، او دې ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه  په شفاف ډول مصرف او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو  رئيس ښاغلي  مولوي عتيق الله منظور په دغه رياست کې پرتې  ستونزې او ننګونې د یاد پلاوي سره شریکې کړې او د وزارت څخه راغلي پلاوي هم د ستونزو او ننګونو د حل پوره ډاډ ورکړ.

همدارنګه د وزارت څخه راغلي پلاوي د ارزګان ولایت له والي ښاغلي ملا محمد خان حاجي دعوت سره  هم وکتل او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې پرتې  ستونزې او ننګونې د حل په موخه، له هغه سره شریکې کړې. د ارزګان والي د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر وړاندې د شته ستونزو او  ننګونو له اوريدو وروسته د وزارت له راغلي پلاوي سره ژمنه وکړه چې د اړوند رياست ستونزې او ننګونې به ژر تر ژره حل کړي.

د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د ارزګان ولایت د څلورمې پلې لوا له قوماندان ښاغلي مولوي عبدالله حبیب سره د لیدنې په ترڅ کې وویل: د شهیدانو وارثین او  نظامي معلولیت لرونکي وګړي د افغاني ټولنې له قربانیانو څخه دي، او زیاته یې کړه: چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  دې اغیزمن قشر(معلولیت لرونکو او یتیمانو) ته ځانګړې پاملرنه کوي، او هغوې ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

په پام کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوی به د فراه، هلمند او کندهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو څخه هم ارزونه وکړي، چې د یاد پلاوي د سفر اصلي موخه د بودیجې د مصرفولو پر وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو له منځه وړل بلل شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS