د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال د ترکیې هېواد اړوند د بشیر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل

farahmand_admin
Sun, Feb 13 2022 2:41 PM
mmd

ښاغلي مولوی عبدالرزاق اخوند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال د بشیر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل. په دې لیدنه كې عبدالصمد چنار د یاد بنسټ مشر د هیواد په بیلابیلو ولایتونو كې د بشیر مرستندویه بنسټ د فعالیتونو او كاري چارو یادونه  وكړه او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې په بیلابیلو ولایتونو كې د دفترونو په پرانیستلو کې یاد خیریه بنسټ ته اسانتیاوې برابرې كړي.

همدا راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال مولوی عبدالرزاق آخوند هم د شهیدانو او معلولینو د وارثینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چي د دوست هېواد ترکیي خلک تل زموږ د هیوادوالو ترڅنګ دریدلي دي. ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخوند د رالیږل شویو بشري مرستو او په ځانګړي توګه د شهیدانو وارثینو، معلولیت لرونکو وګړو،  یتیمانو او کونډو ته د دغو مرستو د ویش څخه مننه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS