په معلولیت لرونکو وګړو او د شهيدانو په کورنیو باندې د مرستو کڅوړۍ ووېشل شوې

farahmand_admin
Sun, Jan 16 2022 10:14 AM
mmd

اتيا تنو معلوليت لرونکو وګړو  او د شهيدانو کورنیو  او بې وزلو د بيت السلام خيريه بنسټ له بشري مرستو څخه ګټه پورته کړه. په دغو مرستو کې چې (خوراکي توکي، البسه) اویوه اندازه نغدي افغانۍ شاملې وې، د بیت‌السلام خیریه موسسې له خوا پر مستحقینو ووېشل شوې.

 

د کابل ولايت د شهيدانو او معلولينو ریس قاري شمس الدين ظهیر له يادې موسسې څخه د مرستو د کڅوړو له رالیږلو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا اړمن کسان چې اوسمهال په کمزوري اقتصادي وضعيت کې دي، همکاري او لاس نيوې کول يو انساني او وجداني کار دی او همدا راز  د ویشلو لړۍ کې یې د روڼتيا د شتون ‌ډاډ ورکړ.

چې دغه مرستندویه کڅوړې به په مستحقو کسانو وویشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریس مفتي فیصل چې د مرستو د ویش پر مهال یې شتون درلود، پر کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو، سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې له بې وزلو او په ځانګړې توګه د شهیدانو له وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره مرستې وکړې.

او زیاته یې کړه چي د شهيدانو کورنې  او معلولیت لرونکي وګړي په ناوړه اقتصادي وضعیت  کې دي چې هر څومره وکولای شو  مرسته او همکاري ور سره وکړو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS