د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ معین په کابل کې د ترکیې سفارت له دیني سلاکار سره وکتل.

farahmand_admin
Thu, Dec 09 2021 1:59 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو د پلان او همغږي معین ښاغلي شیخ عبدالحکیم نن چارشنبه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۷ نیټه په کابل کې د ترکیې د سفارت د دیني سلاکار مفتي عبدالجلیل سره د وزارت په مقر کې په یوه تعارفي غونډه کې برخه واخیسته.

 

په دې کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو د نظرونو د تبادلې ترڅنګ، د دوست هېواد ترکیې او افغانستان ترمنځ د کلونو کلونو نږدې اړیکو په اړه هم خبرې وشوې.

 

شیخ عبدالحکیم زیاته کړه، اسلامي امارت د الهي نصرت په مرسته امریکا او د هغو متحدینو ته ماتې ورکړه او اوس زموږ هیواد د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې په بشپړه خپلواکۍ کې دی او خلک د افغانستان له خپلواکۍ خوښ دي.

 

هغه زیاته کړه، افغانستان په بحراني اقتصادي وضعیت کې دی او د افغانستان د شهیدانو او معلولینو کورنۍ جدي مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري.

 

نوموړي وویل چې د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو د اسنادو د بشپړولو کار تکمیل شوی او اوس مهال د دوی تمرکز په جمهوري حکومت کې د فساد د مخنیوي په موخه د شهیدانو او معلولینو د اسنادو په دقیقه څیړنه ده او هڅې روانې دي تر څو د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته لا ډیرې مرستې راجلب کړي.

 

شیخ عبدالحکیم همدا راز زياته کړه، اسلامي هېوادونه بايد په سختو حالاتو کې له يو بل سره مرسته وکړي، څو د بشري ناورين مخه ونيول شي، چې د ترکيې هیواد په دې برخه کې مخکښ دی او د نړۍ تر نورو اسلامي هېوادونو له افغانستان سره ډیرې بشري مرستې کړي  او موږ ورڅخه مننه کوو.

 

شیخ عبدالحکیم وویل، چې په دې سختو شرایطو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له اړمنو کورنېو سره د مرستې په موخه خوراکي توکو، جامو، درملو او برېښنایي ویلچیرونو ته سخته اړتیا لري.

 

مفتي عبدالجلیل تاریخي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو مشترکاتو ته په اشارې سره د هېواد اوسنی وضعیت د خپګان وړ وباله او زیاته یې کړه چې ترکیه او په کابل کې یې سفارت هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته مرستې چمتو کړي.

 

په پای کې دواړو لورو پر لا زیاتې همغږۍ او شته ظرفیتونو ټینګار وکړ او د اسلامي هېوادونو د سولې او پرمختګ لپاره یې دعا وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS