د امریکا په فلوریډا ایالت کې د جولای شلمه نېټه د عباس کریمي په نوم نومول  شوې

farahmand_admin
Wed, Jul 28 2021 1:20 PM
AbasKarimi

د عباس کريمي اتلولي، هېوادوالو او  په ځانګړي توګه په دې خاوره کې معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی.

د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ لاډرډل ښار کې چارواکو په دې وروستیو کې د جولای شلمه د عباس کریمي د اتلولۍ په ملاتړ ونمانځله، دا د امریکا یو له خورا نامتو ښارونو څخه دی چې د لامبو نړیوالې سیالۍ پکې ترسره کېږي.

عباس کریمي 22 کلن افغان لامبو وهونکی ځوان دی چې په بامیانو کې له لاسونو پرته زېږېدلی دی، کریمي د لاسونو نه لرلو سره سره، په څو ملي او نړیوالو د لامبو په سیالیو کې لومړی ځای خپل کړی ده.

ښاغلي کریمي، په ملي او نړیواله کچه د بې ساري اتلولۍ او هلو ځلو سره ثابته کړه چې معلولیت د پرمختګ او اتلولۍ مخه نشي ډب کولای.

له ډېرو کلونو را په دېخوا، ښاغلی کریمي د ورزشکارانو او معلولیت لرونکو وګړو تر منځ د اتلولۍ او بریا یوه بېلګه ګرځیدلې، او په ملي او نړیوالو سیالیو کې د هغه بریا نورو ته الهام ورکوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ښاغلي عباس کریمي ته د دې لوی لاسته راوړنې له امله مبارکي وویله او د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ لاډرډل ښار کې چارواکو د جولای شلمه د عباس کریمي د اتلولۍ په ملاتړ له نمانځلو مننه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د ملي اتلانو په ملي او نړیوالو سیالیو کې اتلولي او لاسته راوړنې په پام کې نیسي او ملاتړ یې کوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS