د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د ویشلو د پروسې له پیل څخه هرکلی کوي

sadiq_admin
Thu, Jul 01 2021 12:04 PM
x

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د ویشلو د پروسې له پیل څخه هرکلی کوي.

د شهیدانو او معلولینو وزارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د 10 زرو نمرو د وېشلو د پیل له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جلالتمآب جمهور رئیس څخه د زړه له کومې مننه کوي.

همداراز دغه وزارت د ولسمشر د لومړي مرستیال، ښاغلي امرالله صالح، اړوندو بنسټونو او تخنیکي همکارانو له نه ستړې کیدونکو هڅو څخه هم مننه کوي، چې دې ویاړلي قشر ته یې د ځمکې د توزیع پروسې د پیل زمینه برابره کړه.

د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا پرون د وسله والو ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ۱۰ زرو نمرو د ویش پروسه د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو د میړانې، اتلولۍ او قربانیو ته د حکومت او ملت هغه درناوی څرګندوي کوم چې دوي د خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتلو په برخه کې له ځانه ښودلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې باور دی چې د وسله والو ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د ځمکې ویش په هیڅ ډول د امنیتی او دفاعي ځواکونو لخوا د قربانیو بدیل نه شي کیدای چې دوی د ملي حاکمیت، ځمکني بشپړتیا، آزادۍ او خپلواکۍ د دفاع لپاره خپل ژوند او وینه قرباني کړئ. مګر د دوی وارثانو ته د ۱۰ زرو نمرو د ویش پیل، په حقیقت کې د دوی اتلولۍ او قربانیو ته ارزښت ورکول څرګندوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وسله والو ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د ویشلو د پروسې د پیل هرکلی تر څنګ د ویاړلې امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د ویش په پروسه کې له اړوندو بنسټونو سره د ځمکې د تثبیت او د ویش په لړۍ کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت همدا راز ژمن دی چې امنیتي ځواکونو ته د ځمکې د توزیع په پروسه کې د روڼتیا په رامنځ ته کولو او د فساد پروړاندې مبارزه وکړي تر څو حق حقدار حقدار ته وسپارل شي او وزارت به په دې برخه کې له نورو اړوندو بنسټونو سره په نږدې همغږۍ او همکارۍ کې هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.

په درنښت

پوهنمل حمیدالله فاروقي

د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست او نوماند وزیر

پنجشنبه/ ۱۰ چنګاښ/ 1400

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS