ملي يووالی او زغم مو ټولشموله او تلپاتې سولې ته رسولای شي

sadiq_admin
Wed, May 26 2021 10:38 AM
sa

ملي يووالی او زغم مو ټولشموله او تلپاتې سولې ته رسولای شي

نن سه شنبه د غبرګولي په ۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ترڅنګ يې ورسره په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په تړاو هم خبرې وکړې.

په پيل کې ښاغلي ایزدیار د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سرپرست ته د نوي مسوليت مبارکي ورکړه او په چارو کې يې ورته د بريا هيله وکړه.

نوموري په وزارت کې د وروستيو اصلاحاتو، سیسټم جوړونې، له يوې واحدې دريڅې د خدمتونو وړاندې کولو، د فساد مخنيوی او روڼتيا د ټينګښت په تړاو د ښاغلي فاروقي کارونه وستايل او له خپله اړخه يې ورته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ښاغلي ايزديار په خبره، چې افغانستان په اوسنيو شرايطو کې تر بل هر وخت ملي يووالي، زغم او يو بل منلو ته اړتيا لري او د يو واحد ملت په اډانه کې ټولشموله او تلپاتې سولې ته رسيدلای شو.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د ښاغلي ايزديار له راتګ او مبارکۍ مننه وکړه او د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره خدمت يې د ځان لپاره ستر وياړ وګاڼه.

نوموړي په وزارت کې اصلاحات او د فساد پر وړاندې مبارزه خپل مسوليت وباله او په دې تړاو يې د جدي اقداماتو د ترسره کيدو ژمنه وکړه.

ښاغلي فاروقي د مشرانو جرګې لومړي مرستيال د خبرو په تاييد، په افغانستان کې جګړه د فساد او ګډوډيو اصلي زيږنده وشميرله او هېوادوال يې د سولې ټينګښت په برخه کې يووالي او مثبت رول لوبولو ته را وبلل.

د ناستې په پای کې ښاغلي ایزدیار د افغاني دود له مخې ښاغلي فاروقي ته د نوي مسووليت مبارکۍ په پار چپنه هم ډالۍ کړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS